د لوړو زدهکړو وزیر، شیخالحدیث مولوي نداء محمد ندیم، پنجشېر ته د سفر پر مهال له استادانو او محصلانو سره په ناسته کې د علم او تخصص پر ترلاسه کولو ټینګار کړی دی. نوموړي له محصلانو غوښتي چې د سوداګرۍ، طب، انجینري او نورو برخو کې تخصص ترلاسه کړي، څو د هېواد د ځانبسیاینې په برخه کې ونډه واخلي او ترڅنګ یې اړین دیني علوم هم زده کړي. مولوي ندیم همداراز پر ملي یووالي، له استادانو او علماوو سره پر درناوي او په پوهنتونونو کې د ګوندي او سیاسي فعالیتونو له ترسره کولو پر ډډه کولو ټینګار کړی دی.














