سه شنبه, سپتمبر 15, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Home نړیوال خبرونه

د لوی بريکس د همکاريز ميکانيزم په مټ به د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو يووالی او ځاني غښتليتوب لا پياوړی شي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 15, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د لوی بريکس د همکاريز ميکانيزم په مټ به د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو يووالی او ځاني غښتليتوب لا پياوړی شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د بريکس هېوادونو اتلسمه سرمشريزه د سپتمبر له دوولسمې نېېټې څخه تر ديارلسمې نېټې پورې د هند په پلازمېنې نوي ډيلي کې تر سره شوه. د نړۍ بېلا بېلو خواوو پکې د رئيس شي جین پينګ د مهمې وينا لوړه ارزونه وکړه او داسې يې ويلي چې د ده دغې مهمې وينا په راتلونکو لسو کلونو کې د بريکس د دغې لويې کورنۍ د ګډ پرمختګ لپاره لارښود برابر کړی او په وينا کې يې د ده وړانديز د نوي ډول د صنعتي کېدو لپاره د بريکس هېوادونو د بېړنيو اړتياوو له مخې د مصنوعي ځيرکتيا د همکاريو مهم لوری روښانه کړی چې چین له دې لارې له نورو هېوادونو سره د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو ګډې ګټې ساتلې دي.

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د دې سرمشريزې په لومړي او دويم پړاو کې ګډون او مهمه وينا کړې، بريکس هېوادونه يې هڅولي چې څلور لوی مخکښ ځواکونه وګرځي، د نړۍ د سراسري جنوب د ځواک د ودې او پرمختګ په هکله يې مهم څلور فقره ييزې نظريې وړاندې کړې او د بريکس هېوادونو د همکاريو د لاپياوړتيا په هکله یې پنځه فقره ييز وړانديز کړی دی. دا د لوی بريکس د همکاريو د باکيفيته پرمختګ د رهبرۍ لپاره د چين د ټینګې ارادې او مسؤليت ښکارندويي کوي. رئيس شي جين پینګ هم اعلان کړی چې هېواد به يې په راتلونکي کال کې د بريکس د رئيسه هېواد په توګه خپله دنده پر غاړه ولري او د بريکس هېوادونو د ۱۹مې سرمشريزې کوربه توب به وکړي. ګډونوال مشران تمه لري چې په راتلونکي کال کې د بريکس هېوادونو همکاريز ميکانيزم نوي پړاو ته داخل شي او نوی پرمختګ به ومومي.

You might also like

ټرمپ: له ايران سره خبرو ته چمتو یم

د ډنمارک صدراعظمه هیله لري چې د ګرینلنډ ستونزه له امریکا سره د همکارۍ له لارې حل شي

نړیوالې ټولنې جنوبي اسیا ته د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د سفر لوړه ستاینه وکړه

د تېرو شلو کلونو پرمختګ ته په کتو د بريکس د غړو هېوادونو شمېر د جوړېدو په  پیل کې له څلور څخه يوولسو ته لوړ شوی او اوس پر لويې کورنۍ بدل شوی دی. د بريکس هېوادونو همکاريز ميکانيزم تل ورخلاصون، ټولشموليت، همکاريو او ګډ برياليتوب پر روحيې ټينګار لري او اوس د نويو سمسورو بازارونو او پرمختيایي هېوادونو پر همکاريز ډګر بدل شوی چې په اوسنۍ نړۍ کې ډېر اغيز لري. رئيس شي جين پینګ په درېيو ټکو کې دغه پرمختیایي جريان را لنډ کړی چې غړيو هېوادونو يې پر ځاني پرمختګ او غښتليتوب ټينګار درلودلی، له ستونزو او ننګونو سره يې ګډه مقابله کړې او ډېرې لاسته راوړنې يې درلودلې دي. هغه دغه راز په اشارې سره ويلي چې د لوی بريکس همکاريز ميکانيزم د باکيفيته پرمختګ نوي پړاو ته داخل شوی دی.

په نړۍ په تېرو سلو کلونو کې ډېر بدلونونه راغلي او اوس یې بهير چټک شوی او د سولې، پرمختګ، امنيت او مديريت نیمګړتیاوې ډېرې شوې دي . د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو د لومړۍ جبهې په توګه بريکس هېوادونه څنګه په لاعادلانه او معقوله لوري کې د نړيوال نظم د روانېدو رهبري وکړي او د انسانانو د ګډ برمخليک ټولنه اباده کړي؟

رئيس شي جين پینګ په سږنۍ سرمشريزې کې د څلورو لويو مخکښو ځواکونو په هکله هغه نظر وړاندې کړی چې بريکس هېوادونه دې د نوښت او پرمختګ د پرمخبېولو، د سولې او ثبات د ساتلو، د تمدنونو د متقابلو زده کولو او د نړيوال مديريت د اصلاحاتو او بشپړتيا مخکښ ځواکونه وګرځي. نوموړي په دې نظریاتو کې د ياد همکاريز ميکانيزم پرمختيايي لوری روښانه کړی، د بريکس هېوادونو د همکاريو ستراتيژیک مقام يې لوړ کړی، د ګډ غښتليتوب د لاپیاوړتيا لپاره يې د بريکس هېوادونو اراده او باور لا ټينګه کړې او اشاره يې کړې چې بريکس هېوادونه دې د څلورو نړيوالو وړانديزونو د پلي کولو په برخه کې لارښوونکی رول ولوبوي. د هاسپانيا د جيوپوليتيکس کارپوه لافير دا نظر لري چې د څلورو مخکښو ځواکونو په هکله د رئيس شي جين پينګ دغه نظر خورا لرې لید دی او د نړيوال مديريت د لا عادلانه او معقوله سيستم د جوړولو لپاره ستر اهمیت لري.

د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو ډله ييز پرمختګ موندلی چې همدا د ستر نړيوال بدلون څرګنده نښه ده. رئيس شي جین پینګ د نړۍ د سراسري جنوب د ځواک د ودې په هکله مهمې څلور فقره یيزې نظريې وړاندې کړې او پکې يې پر دې ټينګار کړی چې اړوند هېوادونه دې په ګډه نړيوال قوانين وساتي، د څو اړخیزم بېرغ دې راپورته کړي او د خلکو په محور دې پر پرمختیايي مفکورې ټينګار وکړي څو امنيتي مديريت لا پياوړی شي.دغه مهمې نظريې دغه راز په نړيوالو چارو کې د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو د اغيزې او د ويناوو حق د لوړوالي لپاره عملي لاره چاره برابره کړې ده.

د بريکس هېوادونو د همکاريو درېیم طلايي لسیز به ژر پيل شي. چين غواړي د بريکس د لويې کورنۍ له غړو سره يو ځای د زمانې مخکښ ځواک وګرځي، په پر له پسې توګه د لوی بريکس د همکاريز ميکانيزم د باکيفيته پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره خدمتونه وکړي. د لوی بريکس همکاريز ميکانيزم به خامخا روښانه راتلونکې ولري.

Previous Post

شي جين پينګ د فو جيان ولايت ”جانګ جو ۱۱۰“ ټولو غړو ته ځوابي پيغام ولېږه

Next Post

د ۲۰۲۶م کال په لومړۍ نيمايي کې په چين کې د جرمني شرکتونو پانګونه زياته شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ټرمپ: له ايران سره خبرو ته چمتو یم
نړیوال خبرونه

ټرمپ: له ايران سره خبرو ته چمتو یم

by Spogmai Radio
سپتمبر 15, 2026
د ډنمارک صدراعظمه هیله لري چې د ګرینلنډ ستونزه له امریکا سره د همکارۍ له لارې حل شي
نړیوال خبرونه

د ډنمارک صدراعظمه هیله لري چې د ګرینلنډ ستونزه له امریکا سره د همکارۍ له لارې حل شي

by Spogmai Radio
سپتمبر 15, 2026
نړیوالې ټولنې جنوبي اسیا ته د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د سفر  لوړه ستاینه وکړه
نړیوال خبرونه

نړیوالې ټولنې جنوبي اسیا ته د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د سفر لوړه ستاینه وکړه

by Spogmai Radio
سپتمبر 15, 2026
وانګ يي د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر سره ټیلېفوني خبرې وکړې
نړیوال خبرونه

وانګ يي د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر سره ټیلېفوني خبرې وکړې

by Spogmai Radio
سپتمبر 15, 2026
نړیواله پانګه د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون کې د پرمختګ نويو فرصتونو ته لاسرسي لري
نړیوال خبرونه

نړیواله پانګه د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون کې د پرمختګ نويو فرصتونو ته لاسرسي لري

by Spogmai Radio
سپتمبر 15, 2026
Next Post
د ۲۰۲۶م کال په لومړۍ نيمايي کې په چين کې د جرمني شرکتونو پانګونه زياته شوې

د ۲۰۲۶م کال په لومړۍ نيمايي کې په چين کې د جرمني شرکتونو پانګونه زياته شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين له اسرائيل او فلسطين څخه د متقابل دوښمنانه عملیاتو د ختمولو غوښتنه وکړه

چين له اسرائيل او فلسطين څخه د متقابل دوښمنانه عملیاتو د ختمولو غوښتنه وکړه

نوومبر 8, 2023
د افغان حاجیانو لومړۍ ډله کابل ته ورسېدله

د افغان حاجیانو لومړۍ ډله کابل ته ورسېدله

جون 11, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

فراهي: له رسنیو سره همکاري د ناسمو خبرونو د خپرېدو مخه نیسي
افغانستان

فراهي: له رسنیو سره همکاري د ناسمو خبرونو د خپرېدو مخه نیسي

سپتمبر 15, 2026
متقي له خپل قرغیزستاني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي
افغانستان

متقي له خپل قرغیزستاني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

سپتمبر 15, 2026
د پنجشیر نږدې درې زره قیراطه زمرد وپلورل شول
افغانستان

د پنجشیر نږدې درې زره قیراطه زمرد وپلورل شول

سپتمبر 15, 2026
جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپيان شوي
افغانستان

جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپيان شوي

سپتمبر 15, 2026
ټرمپ: له ايران سره خبرو ته چمتو یم
نړیوال خبرونه

ټرمپ: له ايران سره خبرو ته چمتو یم

سپتمبر 15, 2026
د ډنمارک صدراعظمه هیله لري چې د ګرینلنډ ستونزه له امریکا سره د همکارۍ له لارې حل شي
نړیوال خبرونه

د ډنمارک صدراعظمه هیله لري چې د ګرینلنډ ستونزه له امریکا سره د همکارۍ له لارې حل شي

سپتمبر 15, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ