د چين دولت رئیس شي جين پينګ او مېرمن يې پنګ لي يوان د سپتمبر د دويمې نېټې په ماسپښين د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي او مېرمن يې انتیسار السیسي په ملتيا د دغه هېواد له ملي موزیم څخه ليدنه وکړه.
شي جین پینګ وويل، چين او مصر دواړه لرغونی تمدن او په نړۍ کې تاريخي میراث لرونکي لوی هېوادونه دي او دواړو لویو تمدنونو د وخت او فضا په اوږدو کې دوه اړخیزه او پرله پسې راکړه ورکړه ساتلې او په دوامداره توګه يې د خلکو ترمنځ د تلپاتې دوستۍ نوی څپرکی لیکلی دی. دواړه خواوې باید د مساواتو، متقابلو زده کړو، خبرو او ټولشموليت پر بنسټ د تمدن ارزښتونه دې خپاره کړي، د نړيوال تمدن وړانديز دې عملي کړي، د مختلفو تمدنونو ټولشمول او ګډ ژوند او متقابلو زده کړو ته دې وده ورکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې لازيات ځواکونه راټول کړي.
عبدالفتاح السیسي وويل، مصري تمدن او چيني تمدن دواړه ټولشمول او متنوع ځانګړتياوې لري او همدا د نړیوال تمدن لپاره د رئیس شي جين پینګ د وړانديز له مفکورې سره ډېر سمون لري. مصر غواړي له چين سره خپلمنځي پرسونلي او کلتوري تبادلې زیاتې کړي، د تمدنونو ترمنځ متقابلو زده کړو ته وده ورکړي او نړۍ لاهمغږې او ټولشموله وګرځوي.














