د چين دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو ورځو کې د فو جيان ولايت د جانګ جو ۱۱۰ په نوم د عامه امنیت اداري ډلې ټولو غړو ته ځوابي پيغام ولېږه او هغوی ته د زړه له کومې يې د هغوی قدرونه وکړه او خپلې هيلې يې ورسره شريکې کړې.
«جانګ جو ۱۱۰» ډله اوس په رسمي توګه د فو جيان ولايت د جانګ جو ښار د عامه امنيت ادارې د جانګ جو ۱۱۰ ډلې په نوم پېژندل کېږي. يادې ډلې له ۱۹۹۰م کال راهيسې د بېړنيو پوليسي خدماتو لپاره د چټک غبرګون ميکانيزم رامنځته کړی او په دوامداره توګه يې اصلاح او لا پياوړې کړې ده. ياده ډله د جرمونو پر ضد په مبارزه، د عامه امنیتي نظم په ساتلو او خلکو ته په خدمت کې مهم رول لوبوي او د ملي عامه امنيت په سيسټم کې د يوې نمونوي سيمه ييزې ډلې په توګه پېژندل کېږي.
شي جين پينګ په فو جيان کې د خپلې دندې پر مهال درې ځلې له يادې ډلې څخه ليدنې وکړې او د دې ډلې د جوړونې او پرمختګ لپاره يې لارښوونې کړې دي.
جانګ جو ۱۱۰ ډلې ټولو غړو یوه موده مخکې رئيس شي جين پينګ ته پيغام لېږلی چې پکې يې د دوی کاري فعاليتونه او د خپلو دندو د تر سره کولو هوډ څرګند کړی دی.













