د بهرنیو چارو سرپرست وزیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي. یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دېکتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او سیاسي اړیکو د پراختیا ترڅنګ د سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې شوې دي. مولوي امیرخان متقي د روسیې له دې اقدام مننه کړې چې د «طالبانو غورځنګ» نوم یې د خپل هېواد د ممنوعه ډلو له نوملړه ایستلی او په مسکو کې یې د ا.ا ډیپلومات په رسميت منلی دی. په ورته وخت کې ضمیر کابلوف په دغه کتنه کې ویلي چې روسیه غواړي له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي او د دې لپاره یې عملي ګامونه اخیستي دي.