د کندهار ولایت ځايي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د سپين بولدک له لارې په جبري توګه د راستنېدونکو کډوالو شمېر ورځ په ورځ زياتیږې. د مسوولینو په خبره، په تېرو پنځه دیرش ورځو کې شاوخوا ۸ زره کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۴۰ زره کسانو ته رسیږې له دې لارې را ایستل شوې دي. په سپين بولدک ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو مطبوعاتې مسول حافظ حقمل وایي، په تېرو ۳۵ ورځو کې تر ۸ زره زیاتې کورنۍ هیواد ته راستانه شوې. د نوموړې په خبره، د کډوالو د راستنیدو سره سم دوی ته د تخته پل ولسوالۍ په لنډمهاله کمپ کې ټول خدمات وړاندېکیږي. دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اپرېل مياشتې له لومړۍ نېټې څخه د افغان کډوالو د ايستلو بهیر پیل کړی، چې په نړېواله کچه دغه بهیر له نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوی دی.