له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته، د کندهار په صنعتي سکټور کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی او ګڼو تولیدي کارخونو خپل تولیدات زیات کړي دي. د کندهار صنعتي پارک کې د «دېګ مسالو» یوې کارخونې مسوول ویلي چې ورځنی تولید یې له یو ټن څخه شپږ ټنو ته لوړ شوی او محصولات یې اوس د هېواد ۳۴ ولایتونو ته لېږدول کېږي. دوی وايي، کورني او طبیعي تولیدات د وارداتي توکو ځای نیولی او د خلکو باور پر داخلي محصولاتو زیات شوی، چې له امله یې د اقتصاد پیاوړتیا او د کار فرصتونه رامنځته شوي دي.


































