په کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له افغانستان سره یې په مېلک پوله کې یوه نوې ځمکنۍ لار پرانیستې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې د یادې نوې لارې په پرانیستلو سره به د ایران او افغانستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو تګ راتګ دوه برابره شي. د مېلک-زرنج سرحدي لاره د ایران د سیستان او بلوچستان او د افغانستان د نیمروز ولایت ترمنځ موقعیت لري. د مېلک پوله افغانستان ته د ايران د تېلو او نورو توکو د صادراتو يو له اصلي لارو څخه ده.


































