د افغانيغالیو د تولیدوونکو او صادروونکو ټولنې خبر ورکړی، چې د غالیو یوه افغاني شرکت د ترکیې د استانبول په دوموټېکس نړۍوال نندارتون کې د کلاسیک ډيزاین په برخه کې لومړی مقام خپل کړی دی. سرچینې ویلي، چې په دې نندارتون کې ۱۹ هېوادونو ګډون درلود. دغه دوه ورځنی نندراتون چې د ترکیې په استانبول کې پرانېستل شوی و، د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۹مه) پای ته ورسېده او له افغانستان څخه پهکې د غالیو اړوند شپږو شرکتونو ګډون کړی وو او همداراز دا دویم ځل دی، چې د افغانستان د غالیو شرکتونو د استانبول په دوموټېکس نړۍوال نندارتون کې ګډون کوي.

































