د پنجشېر ولایتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت له کانونو تازه استخراج شوي څلور زره ۱۷۷ قیراطه زمرد د ۴۷ زره ۶۱۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې پر ملي سوداګرو وپلورل شول. د پنجشېر د والي ویاند سیف الدین لټون وايي، په پنجشېر کې د زمرود د پلور په زیاتېدو سره له یو لوري د دې ولایت د اوسېدونکو اقتصاد غوړېدلی له بل لوري ورسره د حکومت عواید هم زیات شوي دي.

































