په بلخ ولایت کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د چرګوړو د تولید یوه ستره فابریکه پرانیستل شوې ده. د یادې فابریکې مسوولین وایي، چې دغه فابریکه په اونۍ کې د ۹۰ زره چورګوړو د تولید وړتیا لري او دا مهال یې ۱۵ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده. ورته مهال، د فابریکې یو شمېر کارکوونکو د کاري فرصتونو له رامنځته کېدو خوښي څرګنده کړه او له اسلامي امارت او نورو سوداګرو یې وغوښتل، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي، څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

































