اریانا افغان هوايي شرکت ویلي، د سوداګریزو توکو د لیږد لپاره یې یوه ځانګړې کارګو الوتکه کرایه کړې ده. د یاد شرکت د ویاند په وینا، دغه الوتکه چې ډیر ژر به کابل ته را ورسیږي. نوموړي ویلي په هره الوتنه کې د نږدې ۱۶.۵ ټنه کارګو د لېږدولو ظرفیت لري او تړون یې د شپږو میاشتو لپاره د متحده عربي اماراتو له (سرپلیکس) شرکت سره لاسلیک شوی دی.

































