د حیرتان بندر له لارې د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې ده. د مسوولینو په خبره په تېرو درېیو میاشتو کې د دې بندر له لارې ۹۸۵ زره ټنه واردات او ۶۲ زره ټنه صادرات شوي، چې د تېرې ربعې په پرتله د وارداتو ۶۲ او د صادراتو ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي. مسوولین دغه راز وایي، د تخلیې ماشینونو او کاري ځواک د جذب له زیاتېدو سره، د توکو د لېږد لړۍ چټکه شوې او سوداګریز لیږد رالیږد له وقفې پرته دوام لري. یو شمېر سوداګر د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د منځنۍ اسیا لاره ډاډمن بدیل ګڼي او په حیرتان بندر کې د لا زیاتو اسانتیاو د برابرولو غوښتنه کوي.

































