د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په ۲۰۲۵ زېږدیز کال نړۍوالو بازارونو ته د ۸۶ میلیونه ډالرو په ارزښت څهباندې ۱۰۰ زره ټنه پنبه صادره کړې ده. د هېواد سویل لوېدېځ هلمند ولایت کې بیا د نورو ولایتونو په پرته زیاته پنبه کرل کېږي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولینو په خبره یې اوس مهال په دغه ولایت کې ۹۰ زره ټنه پنبه تولید شوې، چې د کورني بازار ترڅنګ نړۍوال مارکېټ ته هم صادره شوې ده. اخوا د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونه بیا په دې باور ده، چې پنبه د افغانستان د کرنیز اقتصاد د ودې لپاره مهم محصول دی، چې د کورني مارکېټ ترڅنګ په نړۍوال مارکېټ کې هم ښه پېرېدونکي لري.

































