د حیرتان بندر مسوولینو خبر ورکړی، چې د روان کال له پیل څخه تر اوسه د دغه بندر له لارې له ۲.۱۵ میلیونه ټنه څخه زیات واردات او شاوخوا ۱۳۸ زره ټنه صادرات ترسره شوي دي. د مسوولینو په خبره په تېرو درېیو میاشتو کې له پاکستان سره د سوداګري تر بندېدو وروسته د همدې مودې په ترڅ کې د حیرتان بندر له لارې ۹۸۵ زره ټنه واردات او ۶۲ زره ټنه صادرات شوي دي. سرچینې زیاته کړې، جې دغه کچه د روان کال د دویمې ربعې په پرتله د وارداتو په برخه کې ۶۲ سلنه او د صادراتو په برخه کې ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

































