د کاپیسا د ټولګټو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د ۶۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د قیرکولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د ټولګټو رئیس مولوي بحر الله بدري رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د ټولګټو وزارت له لوري د ۶۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اشپي درې سړک د قیرکولو چارې پیل شوې دي. د نوموړي په وینا دغه سړک د یادې ولسوالۍ له بازار څخه تر اشپي درې پورې ۱۸.۵ کیلومتره اوږدوالي لري، چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

































