د پکتیکا ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په ګیان، زېړوک، نکه، برمل، ارګون، سروضه او مټاخان ولسوالیو کې د نږدې ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت ګڼ شمېر پراختیايي پروژې پلې شي. د مسوولینو په خبره په یادو پروژو کې د اوبو د سربندونو جوړول، د ۵۰ مترو په اوږدوالي کانال، ۹ واټرشېډونه، د لبنیاتو د پروسس مرکزونه، ۸۴۰ کروندګرو ته د تازه مېوو د راټولولو او پروسس ماشینونو وېش، د ۳۰ بڼونو جوړول، ۲۷۰ مالدارانو ته اړوندې کڅوړې ورکول او د کرنې او اوبو رسولو نورې بېلابېلې پروژې شاملې دي.

































