د هرات سیمهییز چارواکي وایي چې د ټاپي پروژې د ګاز نللیکې د غځولو لپاره په دې ولایت کې ۹۱ کیلومتره مسیر چمتو شوی دی. د پروژې د چارو پر پرمختګ د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار د ترکمنستان له جنرال کنسول بګنج عبداللهیوف سره په لیدنه کې خوښي څرګنده کړې ده. د مسوولینو په خبره د دغه مسیر په اوږدو کې د عملي چارو د اسانتیا لپاره څو کاري کمپونه هم جوړ شوي دي. د ترکمنستان جنرال کنسول ډاډ ورکړی چې د پلانونو له مخې به د پروژې کار په هرات کې د روان کال تر پایه بشپړ شي. د ټاپي پروژې د ګاز نللیکه له ترکمنستانه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته غځېږي چې ټول اوږدوالی یې ۱۸۰۰ کیلومتره دی، له دې ډلې ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تېرېږي.

































