د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په هرات کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره کتلي. په دې لیدنه کې د ټاپي، ټاپ، اوسپنې پټلۍ او برېښنا پروژو د عملي کېدو، د پانګونې د جلب، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراخېدو خبرې شوې دي. ملا برادر ویلي، چې د ټاپي پروژې پيل د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړې او یو شمېر بهرنیو شرکتونو پکې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده. بلخوا رشید مردوف ویلي، چې د روان کال تر پایه به د ټاپي پروژې کارونه د هرات تر مرکز پورې ورسېږي او ترکمنستان د ریل پټلۍ او برېښنا په برخو کې د پانګونې او همکاریو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

































