د لوګر ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د ازرې ولسوالۍ په جان خېلو سیمه کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د جوړولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه پل د مالیې او د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارتونو له لوري د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي. د سرچینې په خبره، د دغه پل ۶۳ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري او چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي او پر مټ یې د یادې ولسوالۍ د ۲۰ کليو اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.

































