د لغمان د اوبو او انرژۍ رياست مسولينو خبر ورکړی، چې د مرکز مهترلام ښار اړوند ” ګبري” سيمه کې د پاچا جوی کانال د بيا رغولو چارې پیل شوې دي. د ياد ولایت د اوبو او انرژۍ رئیس مولوي شېرجان راشیدي رسنیو ته ویلي، چې د دغه کانال هغه ۶۰ متره برخه چې ویجاړ شوی و، د کرنې او خوړو نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ بيا رغول کېږي، چې ۹۰ زره ۴۴ امریکايي ډالر لګښت پرې راځي او چارې به يې د شپږو مياشتو په موده بشپړې او ګټې ا خیستنې ته وسپارل شي.

































