د زابل ځايي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز قلات ښار کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د مسوولینو په خبره دغه استنادي دېوال د کډوالو د نړیوال سازمان په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. دغه دېوال ۳۲۲ متره اوږدوالی، ۳.۶۷ متره لوړوالی او ۶۰ سانتي متره سور لري، چې په جوړېدو سره یې لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه، له ۳۰ څخه زیات کورونه او عامه تاسیسات د سېلابونو له خطر څخه خوندي شوي دي.

































