د افغانستان بانک اعلان ویلي، چې هرات کې یې د ۷۳۵میلیونه او ۷۴۶ زره افغانیو په ارزښت زاړه بانکنوټونه سوځولي دي. د یاد بانک په خبر خبرپاڼه کې راغلي چې یادې پیسې د هېواد له لویدیځ زون څخه راټولې شوې وې او سوځول شوو بانکنوټونو کې له لسګون تر زرګون افغاني بانکنوټونه شامل دي. سرچینې لیکلي چې یادې پیسې د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې له کره شمېرنې وروسته سوځول شوې دي. د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمداخند د یادو بانکنوټونو د سوځولو پر مهال له خلکو غوښتي چې سوداګریزې راکړې ورکړې کې د بانکنوټونو ساتنې ته جدي پاملرنه ولري څو مخکې له وخته زړې نهشي.

































