له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې( ای ار سي) او د اسلامي هوساینې نړۍوالې موسسې( ایارډبلیو) سره د ۱ میلیون او ۳۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه هوکړې لاسلیک کړې دي. د یادې ادارې رييس نورالدین ترابي د ژغورنې نړۍوالې کمېټې له رييسې لیزا مارګاریت اوون سره په کتنه کې د ۶۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه. په ورته وخت کې د یادې ادارې رييس په جلا توګه د اسلامي هوساینې نړۍوالې موسسې له رييس ذوالقرنین عباس سره په کتنه کې د ۳۸۴ زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.

































