د افغانستان برېښنا شرکت او د عزیزي ګروپ ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې او ډبرو سکرو برېښنا د تولید د پنځو پروژو تړونونه لاسلیک شول. د افغانستان برېښنا شرکت ریس ملا عبدالحق همکار د تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې وویل، دغه پروژې د نږدې ۸۴۵ میګاواټه ظرفیت په لرلو سره د هېواد د وارداتي برېښنا په اندازه دي چې په کال کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه میګاواټه په ساعت کې برېښنا تولیدوي. په دې پروژو کې د کابل په نغلو کې د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید، د پروان په باریکاب سیمه کې د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید، غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید، په بغلان کې د ۳۵۰ میګاواټه او تخار کې ۱۶۵ میګا واټه د ډبرو سکرو د حراحرتي برېښنا تولید پروژې شاملې دي. دغه پروژې د شاوخوا ۴۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د عزیزي شرکت لهخوا پلې کېږي، چې د لمریزې برېښنا پروژې تر راتلونکو دوو کلونو او د ډبرو سکرو حرارتي برېښنا پروژې به دوه نیمو کلونو کې بشپړې شي.

































