د افغانستان برېښنا شرکت له ایران سره د راتلونکي لمریز کال لپاره د برېښنا پېرودلو تړون لاسلیک کړ. د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې د دغه شرکت د عمومي اجراییوي رییس، ملا عبدالحق همکار په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي ایران ته سفر کړی و، چې په تهران کې یې د ایران د توانیر شرکت له چارواکو سره د برېښنا د لېږد، وېش او پراختیا په اړه دوه اړخیزې خبرې کړې دي. د برېښنا شرکت چارواکي وايي، د ګاونډیو هېوادونو سره د ناستو له لارې یې همکارۍ او اړیکې پراخې شوي، چې له مخې یې د وارداتي برېښنا په پېرودلو کې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.

































