له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې خبر ورکړی، چې په پنجشېر، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې یې پر ۵۰۲۶ اړمنو کورنیو خوراکي توکي او نغدي مرستې وېشلې دي. یادې ادارې په درېیو جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ یې د یوې مرستندویه موسسې په همکارۍ په پنجشېر ولایت کې پر ۲۲۱۶ اړمنو کورنیو نغدي مرستې وېشلې دي. دغه راز یې په سمنګان ولایت کې هم د خوړو نړۍوال پروګرام د یوې برنامې له لارې د خُلم ولسوالۍ پر ۲۶۰۰ اړمنو کورنیو باندې خوراکي مرستې وېشلې دي.

































