د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام خبر ورکړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې له ۳۱ زره څخه ډېر کسان د ناڅاپي سېلابونو له امله زیانمن شوي دي. دغه پروګرام نن پنجشنبه په یوه پیغام کې زیاته کړې چې دغه کسان د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې اغېزمن شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام په خبره افغانستان کې اقلیمي ټکانونه مخ پر زیاتېدو دي. دغه پروګرام ټینګار کړی چې په دې برخه کې همکار بنسټونه باید د اقلیمي پېښو پر وړاندې د مقاومت وړتیا ولري.

































