د ننګرهار ولایتي مسوولینو ویلي، چې له دې وروسته، هغه لارۍ چې افغان کډوال پهکې خپلې کډې د تورخم له لارې هېواد ته را لېږدوي، له عمري کمپ د مخکې تګ اجازه نه ورکول کیږي. د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون ویلي، پاکستانۍ لارۍ به د تورخم عمري کمپ کې خالي کېږي او بیا به دغه کډې په افغاني لاریو کې تر خپلو اصلي مېنو لېږدول کیږي. هغه ویلي، د کډو د خالې کېدو او بارېدو ټول لګښت د حکومت له لوري ورکول کیږي. نوموړي د باروړونکو موټرو له چلوونکو غوښتي چې د افغان کډوالو د کډو د انتقال په موخه د تورخم عمري کمپ ته ورشي.

































