په ترکیه کې د افغانستان سفیر شیخ صنیعالله فرهمند په دې هېواد کې د قزاقستان له سفیر ساپیوف یرکیبولان اونالبیکولي سره کتلي دي. انقره کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

































