ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې پاکستاني خاصې نظامي حلقې یوځل بیا پر افغان خاوره تجاوز کړی دی. نوموړي ویلي،چې د شپې ناوخته په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې زموږ ملکي هېوادوال بمبار شوي، چې د ښځو او ماشونو په ګډون لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي. د ننګرهار ولایت ځایي سرچینو ویلي، چې د بهسودو ولسوالۍ اړوند کردي کڅ سیمه کې د پاکستاني الوتکو لخوا د شهاب الدین په نامه د یوه عام وګړي پر کور بمباري شوې ده. د ځایي سرچینو د مالوماتو له مخې په دې برېد کې ګڼ شمېر کسان شهیدان شوي. ځایي رسنۍ وایي، چې هلته د خاورو لاندې د ۲۳ کسانو د را ایستلو هڅې لا هم روانې دي. په خواله رسنیو ځینو داسې ویډیوګانې هم خپرې شوې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هم د پاکستان پوځي رژیم په تازه بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

































