د هند د بهرنیو چارو وزارت پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي او د افغانستان له حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ یې ملاتړ اعلان کړی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جایسوال زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم په دا ډول بریدونو سره د کورنیو ناکامیو د پټولو هڅه کوي. دغه راز تر دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي، زلمي خلیلزاد هم دا ډول بریدونه په کلکه غندلي او له «اسلاماباد» یې غوښتي چې خپله تګلاره بدله کړي.

































