د ترکمنستان مخکني ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف ویلي، چې د ټاپي د ګازو پایپ لاین پروژې لومړنۍ چارې به د ۲۰۲۶ کال تر پایه په هرات ولایت کې بشپړ شي. نوموړي له یوې عربي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې دا پروژه باید د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د اوږدې مودې راهیسې روانې شخړې له منځه یوسي. د یادونې ده چې ټاپي پروژه د طبیعي ګازو د انتقال یوه با ارزښته پروژه ده چې له لارې یې له ترکمنستانه افغانستان، بیا پاکستان او هند ته ګاز لېږدول کیږي.ټاپي پروژه له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګازو د انتقال نللیکه ده چې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تېریږي.

































