د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم د بریدونو په تړاو چې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ژوره اندېښنه ښودلې ده. نوموړي پر دواړو خواو غږ کړی چې له زغم کار واخلي، د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي او نړۍوال قوانین مراعت کړي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځي رژیم په وروستیو بریدونو کې په ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۷ غړي شهیدان شوي، چې د څلور تنو جسدونه یې لا هم نه دي موندل شوي.

































