د خیبرپښتونخوا په صوابۍ کې د ګوهاټي (بارکي) په نوم د افغان کډوالو په کمپ کې ټولې هټۍ تړل شوي او افغان اوسېدونکو ته ویل شوي چې د کمپ قانوني حیثیت پایته رسېدلی او نور هلته نه شي پاتې کېدای. پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې شاوخوا ۲۰ زره افغان بېځایه شوي کسان په دغه کمپ کې اوسیږي. افغان سوداګرو له چارواکو غوښتنه کړې چې تر اختره دې د پاتې کېدو اجازه ورکړ شي، څو خپل پورونه تصفیه او کاروبار وتړي او د کوچني اختر په درېیمه ورځ افغانستان ته ستانه شي.

































