د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستانه تېره ورځ ۴۵۹ کورنۍ را ستنې شوې دي. سرچینې ویلي، چې د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۴۹، د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۶، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۲۶ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۳۶۸ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. سرچینې زیاته کړې، چې ۴۶۴ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، ۴۹۳ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې هم وېشل شوې دي.

































