د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې مولوي نورجلال جلالي د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي او د یادې برخې د ستونزو او اړتیاوو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي. د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې د یو شمېر نورو مسوولینو ترڅنګ د کابل د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي روغتون د زړه ناروغیو څانګې روغتیايي کارکوونکي هم ګډون درلود. دغه راز د قلبي پروژې مسولینو خپلې ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه د عامې روغتیا له وزیر سره شریک کړل. د عامې روغتیا وزیر د هغوی ستونزې واورېدې او اړوندو ریاستونو ته یې لارښوونه وکړه، چې د پروژې اړتیاوې ژر تر ژره وڅېړي او د حل لپاره یې اړین اقدامات وکړي.

































