د ترکیې ساحلي ګارد په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د انتالیا په سمندرغاړو کې د یوې ربړي کښتۍ د ډوبېدو له کبله لږ تر لږه ۱۴ افغان پناه غوښتونکو، چې شپږ ماشومان هم پکې شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه کښتۍ سهار د ساحلي ګارد بېپیلوټه الوتکې (ډرون) د انټالیا په اوبو کې وپېژندله. د سرچینې د مالوماتو له مخې، یادې کښتۍ له څو ځله خبرداري سره سره په لوړ سرعت د تېښتې هڅه وکړه، خو لږ وروسته یې ناڅاپه خپل مسیر د ساحلي ګارد د کښتۍ پر لور واړاوه او د ټکر په پایله کې یو شمېر پناه غوښتونکي سمندر ته ولوېدل او کښتۍ ډوبه شوه. د لټون او ژغورنې د عملیاتو پر مهال شپږ پناه غوښتونکي او د انساني قاچاق شبکې یو ترکي شکمن غړی ژوندي ژغورل شوي، خو د ۱۴ نورو پناه غوښتونکو مړي موندل شوي دي.



































