د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین دایمي استازي فو کونګ د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي د امنیت شورا غونډې ته ویلي، چې دواړه لوري باید له زغم کار واخلي او د ترینګلتیاوو د زیاتېدو مخه ونیسي. هغه زیاته کړې چې بېجېنګ چمتو دی د کابل او اسلاماباد ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو او د ستونزو د حل لپاره رغنده رول ولوبوي. فو کونګ ټینګار کړی چې ا.ا باید له ګاونډیو هېوادونو سره په ګډه د ترهګریزو ګواښونو د له منځه وړلو او د سیمې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.



































