د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې د ايران پر ضد د امريکا جګړه ممکن ژر پای ته ورسېږي. خو د ايران سپاه پاسداران ، د ټرمپ يادې څرګندونو ته په ځواب کې ويلي، چې د جنګ د پای پرېکړه به د ايران لخوا کېږي .د ايران سپاه پاسداران ويلي، ډونالډ ټرمپ هڅه کوي چې د درواغو او پروپاګنډ له لارې پر ايران رواني فشارونه واچوي، خو ايران په زړورتوب او ټينګې ارادې د امريکا او اسرایيلو د تېري پر ضد مبارزه کوي. د ده په خبره، د دغې جګړې د پای پرېکړه به د ايران لخوا کېږي.



































