د چين د ګمرکاتو ملي ادارې د مارچ په ۱۰مه نېټه یو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د سږ کال په لومړيو ۲ مياشتو کې د دې هېواد د وارداتو او صادراتو عمومي حجم ۷ ټريليونو او ۷۳۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۸ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی ښيي. په دې جمله کې د کمربند او لارې له همکارو هېوادونو سره يې د وارداتو او صادراتو اندازه ۴ ټريليونو او ۲۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰ سلنه زياتوالی ښيي.
د چين د معلوماتو دولتي مرکز د اقتصاد د وړاندوينې څانګې د ماکرو اقتصاد څېړنيزې ادارې مشر يان مين رسنيو ته ويلي، په ۲۰۲۶م کال کې د چين د توکو د صادراتو او وارداتو د زياتوالي لاملونه ښايي ډېر وي، خو د نړيوال بازار ډېره اړتيا، د چين ګټورې تګلارې او پياوړی صنعت او د چيني تصديو قوي توان د دغه زياتوالي عمده لاملونه دي.



































