د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې د ۴مې کلنۍ غونډې د پای ناسته د مارچ په ۱۱مې نېټې د سهار په ۹ بجو د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پیل شوه.
په دې ناسته کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ په شمول د دغه هېواد ګوندي او دولتي مشرانو ګډون کړی دی.

په دغه ناسته کې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې د دايمي کمېسيون د کاري راپور په اړه پرېکړه او همدارنګه د يادې ملي کمېټې له درېيمې کلنۍ غونډې راهیسې د وړانديزونو د کار په اړه پرېکړه تصويب شوې، دغه راز د يادې ملي کمېټې د وړانديزونو د څېړنېز کمېسيون هغه راپور هم پکې تصويب شوی، چې د روانې کلنۍ غونډې له لوري د وړانديزونو د څېړنې پر وضعیت تمرکز لري.

































