د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې سید عباس عراقچي د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتېرېش سره پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو او وروستیو تحولاتو ټيلیفوني خبرې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې عراقچي په دغو خبرو کې د امریکا او اسراییلو د بریدونو پر پایلو بحث کړی دی. نوموړي ویلي چې امریکا او اسراییل ملکي ځایونه لکه ښوونځي، روغتونونه، استوګنځایونه او تاریخي ځایونه په نښه کړې دي. عراقچي دا اقدامات له نړیوالو او بشردوستانه حقوقو سرغړاوی بللی او له نړیوالې ټولنې یې په زغرده د دغو بریدونو د غندنې غوښتنه کړې ده. عراقچي د خپل هیواد د دفاع حق ته هم اشاره کړې او ویلې یې دي چې ایران مخکې خبرداری ورکړی و چې د امریکا په پوځي اقدام سره به په سیمه کې د هغوی ټول تاسیسات او اډې په نښه شي.

































