د هند د بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه چې د ګڼ شمېر ملګي وګړو د شهیدانولو او د ملکي تاسیساتو د ویجاړېدو سبب شوي غندلي دي. د یاد وزارت ویاند رندیر جیسوال پر خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویلي، چې دا د پاکستانۍ ادارې یو بل یرغلیز عمل دی چې لا هم د یوه خپلواک افغانستان له مفکورې سره دښمني پالي. په بیان کې ټينګار شوی، چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید په بشپړ ډول درناوی وشي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځي رژیم په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې د تېرې جمعې په شپه هوايي بریدونه کړي. د راپورونو له مخې ګڼو افغان ملکیانو ته په دغو بریدونو کې مرګژوبله اوښتې ده.


































