د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) راپور ورکړی، چې د ایران د خوراکي او کرنیزو توکو د صادراتو بندېدو او په افغانستان کې نښتو بیې پورته کړې او بنسټيزو توکو ته یې د خلکو لاسرسی کم کړی دی. د راپور له مخې د ایران او پاکستان په سوداګریزو لارو کې د صادراتو دوامداره محدودیتونه او خنډونه ښايي د اړینو توکو کمښت رامنځته کړي. بلخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې لا دوام لري چې له کبله یې تر اوسه زرګونه کسان بې کوره او ډیری ملکي وګړي شهیدان شوي دي.




































