ذبیحالله مجاهد له رسنیو سره په تازه څرګندونو کې پر کابل د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې اوس له اسلاماباد سره د ډيپلوماسۍ او خبرو وخت نهدی؛ بلکې د غچ اخیستلو وخت دی او اسلامي امارت به غچ اخلي. د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې په کابل کې د معتادینو د درملنې پر یوه روغتون د پاکستان پوځي رژیم د برید په پایله کې ۴۰۰ تنه شهیدان شوي او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان دي.




































