د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د پاکستان د پوځي رژیم د تېرې شپې هوایي بریدونو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې. هغه له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې دغه برید وغندي او د قربانیانو لپاره بېړنۍ بشري مرستې برابرې کړي. زلمي خلیلزاد هیله څرګنده کړې چې اسلامي امارت دې د پاکستان پر وړاندې خپلې پالیسۍ بیا وارزوي او د پاکستان د پرلهپسې بریدونو په وړاندې هوښیارانه او مسؤولانه اقدام وکړي.




































