د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال، عتیق الله عزیزي د یوه تخنیکي پلاوي او اغاخان فرهنګي بنسټ د مسوول او کاري ټیم په ملتیا د شهرآرا له تاریخي برج لیدنه کړې ده. عزیزي ویلي د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمن دی څو په نږدې راتلونکې کې د دې برج د بیارغونې چارې، د همکارو بنسټونو په همغږۍ پیل کړي څو دغه تاریخي اثر د له منځه تلو له ګواښ وژغورل شي. د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې تر څنګ به په نږدې ورځو کې د دوست محمد خان عالي لېسې او نادرخان تپه کې د سلطان طلایي د مقبرې د بیارغونې چارې هم پیل شي.




































