د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د مارچ په ۱۷مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې له خپل ترکمنستاني سیال راشد میریدوف سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو ورسره غږېدلی دی.
راشد میریدوف د ترکمنستان له ملي رهبر او د ولسي کمېټې رئیس قربان قولي بیردي محمدوف سره په مل پلاوي کې چین ته تللی دی.
وانګ يي ویلي، رئیس بیردي محمدوف د چینایانو ملګری دی او د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ ټینګ باور او ژورې دوستۍ د خپلمنځي هراړخیزو ستراتيژيکو اړیکو د ټینګښت لپاره لاره روښانه کړې ده.
نوموړي ويلي، چين به له ترکمنستان سره عنعنوي دوستي وساتي، بلکې نوره به یې هم وغځوي، یو له بله به کلک ملاتړ ته دوام ورکړي او ګټې- ګټې همکارۍ به نورې هم ژورې کړي.
راشد میریدوف ویلي، ترکمنستان د رئیس شي جين پينګ له وړاندیزونو «د نړۍ د پرمختګ، امنیت، تمدن او مدیریت» څخه ټينګ ملاتړ کوي او په مختلفو برخو کې به له چین سره همکارۍ نورې هم پیاوړې کړي.




































