والسټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د سوېلي پارس پر ګازي ساحې د اسراییل له برید وروسته، نه غواړي چې د ایران د انرژۍ پر زېربناوو نور بریدونه ترسره شي. د رویټرز د راپور له مخې، ورځپاڼې لیکلي چې ټرمپ له یاد برید مخکې ترې خبر و او ملاتړ یې ځکه کړی و، څو تهران ته د هرمز تنګي د تړلو په اړه یو پیغام ورکړي. راپور زیاتوي چې دا لا څرګنده نه ده چې ټرمپ به په راتلونکي کې د ایران پر نورو انرژۍ تاسیساتو د برید ملاتړ وکړي که نه، او دا چاره به د تهران په راتلونکو اقداماتو پورې تړلې وي.




































